د کابل ښارد نهمې امنیتي حوزې اړوند یوه هوټل ته نږدې د اور لګیدو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې دا اور د مرکزي اطفایې د کارکوونکو له خوا مړ شوی.
د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې په دې پېښه کې یو شمېردوکانونه سوزیدلي خو چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دې اورلګیدنې علت نه دی معلوم خو د سیمې اوسیدونکي وایي چې ممکن دا پېښه د بریښنا د شارټۍ له وجې رامنځ ته شوې وي.