بغلان: په ډنډې غوري ولسوالۍ څوکلي له مخالفینو پاک شوي

د بغلان والي وایي چې په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو پرمهال د دې ولایت څو کلي د وسله والو مخالفانو څخه پاک شوي دي.

عبدالستار بارزنن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دغو عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ښاغلي بارز د عرق تیپه، نیازالله، درقد او اکاخیل څخه نومونه واخیستل چې د وسله والو مخالفانو څخه پاک شوي دي.