د جمهوري غوښتونکو په منځ کې ډوانالډ ټرمپ او د ډیموکراټانو په منځ کې هیلري کلنټن د سې شنبې د ورځې په مقدماتي انتخاباتو کې تر نورو مخکې دي.
د سي این این، فاکس نیوز او نورو تلویزیوني چاینلونو د ابتدايي شمېرنو له مخې، ټرمپ او کلنټن دواړه د امریکا د متحده ایالتونو د ۱۲ ایالتونو په منځ کې په ۷ ایالتونو کې بریالي شوي دي.
د جمهوري غوښتونکو کاندید ټرمپ په الاباما، چورجیا، ماساچوسیت، ویرجنیا،ارکنساس، ویرمونټ او تینیسي کې مخکې دی.
د ډیموکراټ ګوند لپاره کاندیده، مېرمن کلنټن په الاباما، جورجیا، تینسې، تکساس، ارکنساس، ماساچوسیت او ویرجنیا کې وړاندې ده.
که هر کاندید په خپل ګوند کې مخکښ شو، د خپل ګوند له لوري به د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندیدېږي.