د اروپايي اتحادیې رییس بالکان هېوادنو ته تللی

د اروپايي اتحادیې رييس ډونالډ ټوسک نن د بالکان د هېوادونو پلازمېنو ته لاړ چې د هغو بندیزونو او قیوداتو په اړه خبرې وکړي چې دغو هېوادونو په خپلو پولو کې پر پناه غوښتونکو لګولي دي.

توسک د کرویشیا مرکز زاګرب او د مقدونیا مرکز سکوپې ته تللی چې مشرانو یې په وروستیو کې اعلان وکړ، د بالکان د هغې لارې چې له منځني ختیځ څخه پناه غوښتونکي پرې شمالي اروپا ته ځي، د بندولو لپاره لا سخت اقدامات کوي.

د اروپايي شورا رييس دونالډ ټوسک د سې شنبې په ورځ د اتریش له صدراعظم ویرنر فېمن سره په یوه غونډه کې وویل:

"زه پوهېږم چې د پولو د کنټرول اغېزمن کنټرول اسانه پرېکړه نه ده، خو حقیقت دا دی چې متبادل نشته، زه یوازې هیله کولی شم چې دا سخت حقیقت به بالاخره په ټوله اروپا کې درک شي، موږ باید په مېز په دې اړه خبرې وکړو چې د ۲۸ غړيو هېوادونو په منځ کې هېڅ یو باید استثنا ونه ګرځول شي، کنې اعتماد به نور هم له منځه یوسي."

د مقدونیا او د بالکان د نورو هېوادونو او همداراز اتریش له لوري پر پولو بندیزونه د اروپايي اتحادیې له پالیسۍ او سپارښتنو سره په ټکر کې دي.