روسیه: ګل چهرې باباکولووا په خپل جرم اعتراف کړی

هغې ازبک ښځې چې د مسکو د مېټرو سټېشن مخې ته یې د ماشوم پرې کړی سر په لاس کې و، نن وویل چې خدای پاک ورته امر کړی و چې دا وحشتناک کار وکړي.

ګل چهرې باباکولووا دا خبره نن د مسکو یوې محکمې ته د تګ په لاره کې خبریالانو ته وکړه.

دې دا هم وویل چې د څلور کلن روسي ماشوم د وژلو په جرم اعتراف کوي.

دې ښځې د معاش په وړاندې د ماشوم ساتنه کوله.