"د پولادو پوډرو کمپنۍ مشر ایران ته د پوډرو په صادرولو تورن شو"

امریکايي چارواکو د پولادو د یوې نړیوالې کمپنۍ رييس ایران ته د پولادو د خطرناک پوډرو پر صادرولو تورن کړ.

ویل شوي چې له دغو پوډرو څخه د توغندیو د جوړولو په شمول په فضايي او اټمي تکنالوژیو کې کار اخیستل کېږي.

د امریکا د عدلیې وزارت، د پولادو د نړیوال شرکت LLC پر رييس ۴۴ کلن اډورډ کویوم کو دا تور پرون ولګاوه.

د تور د ثابتېدو په صورت کې نوموړی تر ۲۰ کاله حبس او یو میلیون ډالرو پوري جریمه کېدای شي.

د امریکا د قوانینو پر اساس د متحده ایالتونو د خزانې وزارت دبهرنۍ شتمنۍ د کنټرول د ادارې له جوازه پرته ایران ته د داسي پوډرو صادرول غیرقانوني دي.