ننګرهار: د هند پر قونسلګرۍ حمله د ۵حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسېده

د ننګرهار د مرکزجلال اباد ښار ډله ييزه حمله د پنځو حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وایي چې په دې پېښه کې ۱۶ ملکي وګړي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

دا پېښه وروسته له هغه شوه چې لومړی یوه انتحاري حمله کوونکي هند قونسلګرۍ ته نږدې خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورپسې پنځو نورو حمله کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په نوي ډهلي کې ویلي چې د دې حملې هدف په جلال اباد ښار کې د هند قونسلګري وه خو د دوي کارکوونکو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

پخواني:

په ننګرهار کې د هند پر قونسلګرۍ وسله وال حمله د پنځو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.

نن غرمه ۱۲ بجې لومړی په جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ ته نېږدې موټر بم انتحاري حمله وشوه او وروسته پنځه وسله وال د هند قونسلګرۍ ته ننوتل.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد ازادي راډیو ته وویل چې پنځه واړه حمله کوونکي تر شاوخوا یو ساعت نښتې وروسته د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه چې په دغه حمله کې ۱۶ ملکي وګړي او دوه پولیس ټپیان شوي او د هند قونسلګرۍ مامورینو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

تر دې وړاندې هم په هرات او بلخ ولایتونو کې د هند پر قونسلګرېو ډله ییزې حملې شوي وې.

تر دا مهاله د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

پخواني:

په ننګرهار ولایت کې د انتحاري حمله له امله پنځه تنه ټپي شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې انتحاري حمله نن غرمه ۱۲ بجې د جلال اباد ښار د پوهنتون روغتون او د هندوستان قونسلګرۍ ته نېږې پر غځېدلي سړک شوې ده.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې انتحاري حمله کوونکی پلی وو او په یاده سیمه کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادوته چاودنه ور کړې.

خوګیاڼي وویل چې د پېښې له ځایه پنځه تنه ټپیان روغتون انتقال شوي، خو د نورو جزیاتو په اړه یې معلومات ور نه کړل.

له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې تر انتحاري حملې وروسته د پېښې په ځای کې د هندوستان قونسلګرۍ ته نېږې د ډزو اوازونه هم اورېدل کېږي.

تر دا مهاله ددې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.