د فاریاب ولایت اوسېدونکي وایي چې دپښتونکوټ ولسوالۍ د خواجه موسی بازار یوځلې بیا د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.
دوی وایي چې تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونه په یوه مخیز ډول د خواجه موسی بازار او نورو نېږدې سیمو څخه ووتل او ګدای قلعه کلي ته یې شاتګ وکړ.
تردې وړاندې د خواجه موسی بازار تېره ورځ غرمه مهال د ولسمشر د لومړي مرستیال په رهبرۍ د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو طالبانو له کنټرول څخه وتلی و.
وسله وال طالبان ادعا کوي چې له افغان ځواکونو سره پرته له کومې جګړې یې له لاسه وتلې سیمې بېرته نیولي دي.
خو د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي چې اوس مهال سلګونه امنیتي ځواکونه د خواجه موسی بازار په پنځه کیلومټرۍ کې ځای پرځای شوي او په سیمه کې هېڅ ډول جګړه نشته.