د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمسټورا وايي،د سوریې د سولې خبرې د دوو نورو ورځو لپاره وځنډېدې.
په سوریې کې وروستی اوربند چې د روسیې او امریکا په مرسته رامنځته شوی وو، په سوریې کې کړکېچونه تر ډېره راکم کړه، خو دواړه لوري په پرله پسې ډول یو بل ددغه اوربند په نقضولو تور نوي.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد په یوې مرکې کې ویلي چې دی به ددې اوربند د عملي کېدو او موثریت لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي.
دی وایي، د هغو کسانو لپاره به چې وسله پرځمکه ږدې، په بشپړ ډول بخښه په پام کې ونیول شي.
روسیه وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ټول هېواد کې د اوربند د سرغړونې ۱۵ مورده ثبت کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ترکیې سره د سوریې د پولو د بندولو غوښتنه کړې ده، تر څو دده په خبره تروریستي ډلو ته د پوځي اکمالاتو لاره وتړل شي.
په همدې حال کې فرانسې د حکومت مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې د سوریې د رژیم او روسیې د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.