علي رحمان: د اوبو د مصرف مخه باید ونیول شي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خپلو هېوادوالو ته د وچکالۍ په اړه خبرداری ورکړ او سپارښتنه یې وکړه چې د اوبو د مصرف مخه ونیسي او هم د خوراکي توکو تابیا وکړي.

رحمان پرون د حکومت په یوه غونډه کې وویل چې بې واورې ژمی او له وخته مخکي پسرلي راتګ د وچکالۍ نښه ده چې دده په خبره د خوراکي موادو ذخېرې ګواښي.

د امو رود د تاجکستان لپاره د اوبو یوه لویه سرچینه ده چې د هغه هېواد اته نیم میلیونه وګړي تر ډېره خپلې ځمکې پرې خړوبوي.

اوس مهال ازبکستان او ترکمنستان دواړه چې تر تاجکستان وروسته له دغو اوبو ګټه اخلي، شکایت کوي چې د امو رود اوبه بسنه نه ورته کوي.

د وچکالۍ دا خبرداری داسي مهال شوی چې د منځنۍ اسیا اقتصاد لا له وړاندې د روسیې د اقتصادي رکود او د تېلو د بیې د کموالي له کبله له سختو حالاتو سره مخامخ دی.