ایرج: په فاریاب کې د جنرال دوستم تر مشرۍ لاندې عملیات بریالي وو

افغان چارواکي وایي، په فاریاب ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ عملیاتو کې ډېري سیمې له وسله والو مخالفینو پاکي شوي دي او مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان حکومت له وسله والو مخالفینو څخه د فاریاب ولایت د پراخو سیمو د پاکوالې ادعا کوي.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دفتر وایي، په دغه ولایت کې د دوستم په مشرۍ پیل شوي عملیات بریالي دي او مخالف لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند شهباز ایرج ازادي راډیو ته وویل چې مخالفین دا وړتیا نه لري چې نیول شوي سیمې بېرته له حکومت څخه ونیسي.

ښاغلي ایرج زیاته کړه:

"د هغو عملیاتو په نتیجه کې چې له یوې اوونۍ راهیسي پیل شوي وو او اوس پای ته رسېدلي دي، د قوش تیپې، درزاب او هم د خواجه ناموسا ولسوالۍ ډېرې پراخې برخې د مخالفینو څخه پاکې شوې دي."

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې سیمه ییزو ځواکونو اوپاڅون کوونکو هم مهم رول درلود.

د ښاغلي ایرج په خبره په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي او د همدې هدف لپاره یو ځل عملیات ځنډول شوې هم وو.

شهباز ایرج د دولت وسله والو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي:

"په فاریاب کې یې اویا تنه وژل شوي دي، نېږدې څلویښت تنه یې ټپیان دي او۱۲۰ تنه له دولت سره یوځای شوي، په لومړۍ ورځ چې په قوش تیپه کې جنرال دوستم د جګړې مشري واخستله، د دوی دېرش تنه وژل شوې وو چې څلور په کې ازبکستانیان وو."

په دغو سیمو کې وړاندې هم د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ عملیات شوي وو، خو له هغه ځایه د نوموړي له وتلو سره وسله وال مخالفین بېرته یادو سیمو ته ننوتل او خلک یې تر فشار لاندې ونیول.

د ښاغلي دوستم ویاند وایي وضعیت دا ځل فرق لري، ځکه تېر ځل افغان امنیتي ځواکونو ده په وینا ځینې هغه سلا مشورې او پوځي لارښوونې له پامه غورځولي وې چې جنرال دوستم ورکړې وې، خو د ښاغلي ایرج په خبره دا ځل د هغو تېروتنو نه تکرارولو ته ډېره پاملرنه کېږي:

"موږ هیله لرو چې مسول چارواکي په تېره بیا د دفاع او کورنیو چار وزارتونه په دې برخه کې ورکړل شویو سپارښتنو ته پام وکړي او دا به ددې لامل شي چې وسله وال مخالفین ونه توانېږي پاکو شویو سیمو ته بیا لار ومومي."

سرپل، کندز او تخار هغه ځایونه دي چې ویل کېږي د فاریاب تر عملیاتو وروسته به د دوستم په مشرۍ عملیات په کې پیل شي.