لسګونه زرو کسانو د هغه پولیس افسر د ښخولو په مراسمو کې ګډون کړی وو چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یې د پاکستان یو والي وژلی وو.
خلک په راولپنډۍ ښار کې د ممتاز قادري د درناوي لپاره راټول شوي وو.
د نوموړي جنازه د نوموړي پلرني ټاټوبي ا سلام اباد ته انتقال شوه.
په دغو مراسمو کې د ګډوډۍ د مخنیوي په هدف په راولپنډۍ او اسلام اباد کې ټول ښونځي تړلي وو.
دغه راز په دغو ښارونو کې د دولتي ودانیو او د ډیپلوماټیکو مرکزونو شاوخوا سړکونه د یوې ورځي لپاره تړل شوي وو.
قادري د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه په دار وځړول شو او ددې لامل شو چې د مذهبي او سیاسي مشرانو په ګډون ډېری خلک د اعتراض لپاره لارو کوڅو ته راووځي.
ممتاز قادري د ۲۰۱۱ میلادي کال په جنورۍ کې د دندې ترسره کولو پر مهال د پنجاب والي سلمان تاثیر چې په هغه هېواد کې د تکفیرد قانون د اصلاحاتو غوښتونکی وو، وواژه.
قادري، سلمان تاثیر په کفر تورن کړ او په محکمه کې یې اقرار وکړ چې دغه والي ده وژلی دی.