د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپلو بهرنیو متحدینو وغوښتل چې په ایران کې د موټر جوړونې صنعت پیاوړی کړي.
د روحاني په خبره ددې لپاره چې ددغه هېواد د موټر جوړونې صنعت د نورو هېوادونو له تولیداتو سره سیالي وکړای شي، نو باید خصوصي شي.
نوموړي په تهران کې د موټر جوړونې د نړیوالو شرکتونو له استازو سره په یوه غونډه کې خبرې کولې او زیاته یې کړه چې د موټر جوړونې له نامتو شرکتونو سره یوځای والی ایران ته دا زمینه برابرولی شي چې د ټکنالوژۍ، چاپیریال ساتنې، د انرژۍ د کارولو د مخنیوي او ساتني په برخه کې لوړې سطحې ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه د موټر جوړونې مارکیټ باید په بشپړ ډول خصوصي او رقابتي شي.
اوس مهال ددغه هېواد د موټرجوړوني نیمایې شرکتونه دولتي دي.