د افغان ځواکونو د اړتیاوو معلومولو کډ کمېسیون جوړېږي

په پام کې ده افغانستان او چین د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اړتیاوو د معلومولو په هدف یو ګډ کمېسیون جوړ کړي.

دا خبره د چین لوی درستیز جنرال فن فین هوی پرون د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست محمد معصوم ستانکزي سره د خبرو پر مهال کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت څخه په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ددې کمېسیون د جوړېدو هدف له افغان امنیتي ځواکونو سره د چین د مالي مرستو لا ډېره اغېزمنتیا ده.

د اعلامیې له مخې چین ژمنه کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به په راتلونکې کې۳۰۰ میلیونه چینابي ینه مرسته وکړي.

فن فین هوی د تروریزم په وړاندې مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کړې ده او پر امنیتي مسایلو سربېره یې په نورو برخو کې هم له افغان دولت سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

چین وړاندې هم د افغانستان د نا امنیو له کبله اندېښنه ښودلې ده او د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په هدف یې له افغانستان سره مالي مرستې کړي دي.

د چین لوی درستیز داسي مهال پرون په یوه ناڅاپي ‌ډول کابل ته سفر کړی چې افغان حکومت د چین، امریکا او پاکستان په همکارۍ له طالبانو سره د سولې هڅې پیل کړي دي.