"اروپايي هېوادونه د کډوالو د ستونزو د حل لپاره کډ کار نه کوي"

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنري پر اروپایي هېوادونو په یونان کې د ۲۴ زره کډوالو د راټولېدو له امله انتقاد وکړ او ویي ویل چې حکومتونه د کډوالۍ ستونزې ته د حل لارې په موندلو کې په ګډه کارنه کوي او په پولوکې د نویو محدودیتونوپه وضع کولو سره له قانون څخه سرغړونه کوي.

د UNHCR ویاند ادریان ادواردزAdrian Edwards خبرداری ورکړ چې اروپا له داسې یوه بشري بحران سره مخامخ ده چې په خپله یې ایجاد کړی دی.

ادوارد ازادي راډیو ته وویل چې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو دو میاشتو کې ۱۳۱۷۲۴ کډوال د مدیترانې له لارې اروپاته رسېدلي چې دا د ټولو هغو کډوالو له شمېرې اوړي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې یې ځانونه اروپاته رسولي دي.

UNHCR دغه راز خبرداری ورکړ چې په یونان کې د زیات شمېرکډوالو راټولیدل د خوراکي موادو، خیمو او اوبو د کموالي سبب شوي چې د کډوالو ترمنځ یې تشنج او شخړو ته لارهواره کړې ده.

دغه خبرداری یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کېږي چې مقدونیه له یونان سره په پوله د هغو په سلګونو کډوالو د تیت ـ پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګازڅخه کار واخیست چې هڅه یې کوله له موانعو د مقدونیه خاورې ته واوړي.