د عراق حکومتي ځواکونو، د شیعه ملېشو او د امریکا د هوایي ځواک په ملاتړ نن د بغداد په شمال کې عملیات پیل کړل.
د دغو عملیاتو هدف له هغې سخت دریځې ډلې چې ځان د اسلامي دولت ډله بولي، د مهمو سیمو بېرته نیول دي.
دغه عملیات نن سهار وختي د بغداد شمال په ۹۵ کیلومترۍ کې د سومارا ښار په کره نیزه سیمه کې پیل شول.
عراقي چارواکو وویل چې د دغو عملیاتو هدف د داعش د اکمالاتي لارو پری کول او هم د داعش د قوي سنګر موصل پرشاوخوا سیمو د حکومتي ځواکونود کنټرول ټینګول دي.
د عراق د پوځ یوه ویاند وویل، پردغو سیمو د کنټرول ټینګښت د موصل او د لوېدیځ انبارولایت د ځینو برخو د بېرته نیولو لپاره د راتلونکو عملیاتو لپاره مهم دي.
موصل له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د داعش په ولکه کې دی، تمه ده چې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د امریکا په ملاتړ د عراقي ځواکونو تهاجمي عملیات به د روان میلادي کال په وروستیو کې پیل شي.
په عین حال کې پرون د داعش څلور ځانوژونکي د بغداد په لوېدیځ د انبار ولایت په حدیثه سیمه کې د پوځ یوې قومندانۍ ته ننوتي و او ډګرجنرال علي عبود، یو پوځي ډګروال او څلورتنه نوریې ووژل.