د افغانستان د پوهنې وزارت اندېښنه لري که چېرې په ولایتونو کې جګړه ختمه نه شي، نو په راتلونکي کال کې به یوشمېر نور ښوونځي هم وتړل شي.
د دغه وزارت ویاند مجیب مهراداد نن ازادي راډيو ته وویل چې دامهال د هېواد په ناامنه سیمو کې له ۷ سوه څخه زیات ښوونځي تړل شوي دي.
ښاغلي مهرداد زیاته کړه:
"که چېرې جګړه همداسې دوام ومومي طبیعي ده چې دا اندېښنې به وي او د تړلو ښوونځیو شمېر به هم لوړ شي."
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو کلونو کې د بندو ښونځیو شمېر د څلورسوه او پنځه سوه ترمنځ وو، خو د روان کال په وروستیو کې دا شمېره لوړه شوې ده.