سادات: هڅه کوو د څارندوی فرهنګ بیا دود کړو

د افغانستان حکومت هڅې پیل کړې څو په هېواد کې د څارندوی فرهنګ یوځل بیا دود کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، څارندویان به په هېواد کې د ملي اردو، پولیسو او نور حکومتي مامورینو په څېر د خلکو خدمت کوي.

ددغه وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې له ځوانانو وغوښتل چې له څارندویانو سره یو ځای شي او د خلکو خدمت وکړي:

"څارندویان په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دي او په نور ولایتونو کې به هم څارندوی رامنځ ته کړو چې دا مهال په بلخ، هرات او جلال اباد کې کار روان دی او اوس خوست، پکتیا، کندهار، بدخشان او نورو ولایتونو ته په حرکت کې یو."

څارندویان په ۱۳۸۰ کال کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې رامنځ ته او دامهال په رضا کارانه ډول د پارسا افغان موسسې له خوا تمویلېږي.