د افغان حکومت اجرايیه ریيس د امنیت لپاره د پولیسو او خلکو تر منځ همکاري مهمه ګڼي او وايي چې دا کار به پر پولیسو او په مجموع کې پر حکومت د خلکو باور زیات کړي.
د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، له پولیسو څخه د خلکو ملاتړ امنیتي ځواکونه پیاوړي کوي او دغه ګډه همکاري به په لږه موده کې د امنیت د ټینګښت سبب شي.
ښاغلي عبدالله دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې، د افغانستان د ولس او پولیسو تر منځ د همکاریو تر نامه لاندې، د ولایتونو د استازو او د پولیسو د مسؤلینو په ګډې دوه ورځېنۍ مشورتي ناسته کې وکړه.
ښاغلي عبدالله وویل:
"د امنیت ټینګښت یوازې یوه نظامي یا تخنیکي مقوله نه ده، دا مسئله د امنتي ارګانونو او خلکو مستقیمو اړیکو سره تړلې ده، د سولې په ټینګښت کې د خلکو رول هغه وخت اغېرمن تمامېږي چې خلک پر امنیتې ځواکونو باور ولري، ستاسې مشورې باید په ملي سطحه مطرح شي، ځکه چې پولیس د خلکو له همکارۍ پرته نه شي بریالي کېدای."
اجراییه رییس دا هم وویل، اوس مهال ملي او سیمه ییز پولیس له وسله والو مخالفینو سره په جنګ بوخت دي او د خلکو دنده هم ده چې د ناوړو پېښو په مخنیوي کې له پولیسو سره د ځان، کورنۍ او ټولنې د ژغورنې په مقصد، اطلاعاتي او داسې نورې مرستې وکړي.
ده هیله وښوده چې په دې مشورتي ناسته کې دې نتیجې ته ورسېږي چې خلک د پولیسو مټې دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ملي پولیسو ترڅنګ سیمه ییز پولیس د امینت د ټینګښت لپاره پر دندو بوخت دي.
د افغانستان د ولس او پولیسو تر منځ د همکارۍ تر نامه لاندې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن رحمان وویل، د هېواد د خلکو مختلف قشرونه کولای شي د خپلو مشورو، وړاندیزونو، اطلاعاتو او انتقادونو له لارې له ملي پولیسو سره مرستې وکړي.
ښاغلي رحمان وویل، سیمه ییز پوليس بله مرسته ده چې خلک يې له حکومت سره کوي.
نوموړي په دې اړه وویل:
"سیمه ییز پولیس د کورنیو چارو وزارت د تشکیلاتو یوه بله مهمه برخه ده، دا تشکیل د روانو شرایطو په پام کې نیولو سره د نړیوالې ټولنې په همکارۍ رامنځته شوی، د کورنیو چار وزارت دا موضوع په ۱۰ کلنه ستراتېژۍ کې شامله کړې او غواړي چې پولیس پیاوړي شي."
دا په داسې حال کې ده چې په ځینو سیمو کې خلک وايي چې سیمه ییز پولیس په ځینو حالاتو کې په خپله د ناامنیو او جرمونو سبب ګرځي.
دوی وايي دغه ځواک مخکې له دې چې پر دندو وګمارل شي باید، وروزل شي او د هېواد پر ټولو نافذو قوانینو و پوهول شي.
خلک دا هم وايي، امنیتي ځواکونه دې، د دوی فعالیتونه په جدي توګه وڅاري.
راپور: خان محمد سیند