په امریکا کې نن د ولسمشرۍ ابتدايي انتخابات کېږي

د امریکا د متحد ایالاتو په ۱۳ایالتونو کې نن سې شنبې چې یوه ځانګړې یا فوق العاده ورځ نومول شوې، رایې ورکونکي د رایو مرکزونو ته ځي او د ۲۰۱۶ میلادي کال د جمهوري ریاست په ابتدایي خو مهمو انتخاباتو کې د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو کاندیدانو ته رایې ورکوي.

ډیموکراټان په ۱۱ ایالتونو کې د مخکښې هیلري کلینټن او سناتور بیرني ساندیرس ترمنځ یو غوره کوي.

په دغو ایالتونو کې دغه انتخابات چې د رایو او سهمیې په بڼو ترسره کېږي، د ټولو هغو رایو یوه درېیمه برخه جوړوي چې یو کاندید د خپل ګوند د رایو د ګټلو لپاره ورته اړتیالري.

جمهوري غوښتونکي به په دغو یولسو ایالتونو سر بېره، الاسکا او ویمینګ کې د پنځو کاندیدانو په منځ کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي.

نن د جمهوري غوښتونکو ګوند په دننه کې د ټولو هغو رایو د نیمې برخې نتیجه معلومیږي چې په نتیجه کې يې د دې ګوند اصلي کاندید غوره کېږي.

نظرشمېرنې ښیي چې د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید دونالډ ټرمپ به له تکزاس پرته په نورو ټولو ایالتونو کې د فوق العاده سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې ستربریالیتوب ترلاسه کړي.

تکزاس د هغه د سیال سناتور تید کروز اصلي ټاټوبی دی.

د جمهوري غوښتونکو ګوند دننه په ننیو انتخاباتوکې د ټرمپ نېږدې سیال به د فلوریدا سناتور مارکو روبیو وي.