پاکستان د پولیسو د هغه پخواني اعدام شوي افسر چې په ۲۰۱۱میلادي کال کې یې یو والي وژلی و، د ښخولو د مراسمو د مخه ټول ښوونځي تړلي او په اسلام اباد او څنګلوري راولپنډۍ ښار کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
چارواکو وویل، دغه احتیاطي اقدامات د دی لپاره کېږي چې د ملک ممتاز قادري پلویان شخړو ته لمن ونه وهي.
ټاکل شوې چې د هغه مړی نن په راولپندۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
د دولتي ودانیو شاوخوا سړکونه، پارلمان او د ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د ورځې په مخه تړلي دي.
قادري پرون په دار وځړول شو چې دې کار د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې چې په کې یو شمېر مذهبي شخصیتونو، سیاسي مشرانو او سخت دریځو ډلو په ښکاره د هغه ملاتړکړی و، خلک د مظاهرو لپاره واټونو ته را وایستل.
قادري هغه مهال د ساتونکې دنده لرله چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په جنوري کی یی د پنجاب والي سلمان تاثیر په ډزو وواژه.
هغه د پاکستان د مقدساتو په سختو قوانیونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.
قادري تاثیر په کفر تورن کړی و او په محکمه کې یې د والي په وژلو اعتراف کړی و.