برتیانیې افغانستان ته د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ورکړ

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د خپل هېواد له لوري له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دهمکاریو ډاډ ورکړ.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې سایمون ګس تېره شپه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او نوموړي ته یې د افغانستان اوسیمې په اړه د بریتانیا د پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو او مناسباتو د پیاوړتیا ترڅنګ په روان کال کې د وارسا او بروکسل د جوړېدونکو غونډو په اړه هم خبرې وکړې.