امریکا وايي د موصل ښار نیولو لپاره عراق سره کار کوي

د امریکا د دفاع وزیر وايي، پوځیان به یې د عراق له امنیتي ځواکونو سره کار وکړي څو وکولای شي له داعش ډلې څخه د موصل ښار بېرته ونیسي.

اشټون کارټر پرون په پینټاګون کې وویل، له عراق سره په یو وخت په سوریه کې هم د داعش د وسله والې ډلې د ځپلو لپاره اقدامات کوي.

کارټر زیاته کړه:

"د داعش د وسله والې ډلې پر ضد د مبارزې د چټکولو په موخه د ستراتیژۍ او عزم ځواک له موږ سره دی نه د اسلامي دولت له ډلې سره، زموږ شریکانو په عراق کې د رمادي ښار بېرته ونیوه او په انبار کې یې هم پرمختګونه کړي، په عین حال کې موږ په سوریه کې هم د داعش د له منځه وړلو لپاره په مبارزه کې په عملیاتي ډول مهم ګامونه اخیستي."

د امریکا د دفاع وزیر همدارنګه وویل، په عراق کې عملیات د صدراعظم حیدر العبادي تر مشرتابه لاندې ترسره کیږي.

اټکل کېږي چې د څلور زرو په شا او خوا کې امریکايي پوځیان په عراق کې موجود دی او دنده یې د دې هېواد امنیتي ځواکونو ته روزنه او له هغوی سره همکاري ده.

د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد به په عراق کې هوايي عملیاتو هم دوام ورکړي.