د عراق په ختیځ کې په یوه انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.
پېښه د دیاله په ولایت کې د جنازې په مراسمو کې شوې چې تر۵۰ زیات نور یې ټپیان کړي هم دي.
عراقي چارواکي وايي، په وژل شویو کسان کې د شیعه ملېشو څو قوماندانان هم شامل دي.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې ددې برید مسوولیت منلی دی.