ولسمشر غني له کابلوف سره پر یو لړ توافقاتو خبرې کړي

افغان ولسمشر په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په پوځي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د یو لړ توافقاتو پر چوکاټ خبرې کړي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په وینا افغان ولسمشر د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د امنیتي همکاریو د توافقنامې د چوکاټ د نهایي کولو په هکله دې له روسي لوري سره ژر تر ژره اقدام وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې اعلامیه د ضمیر کابلوف له خولې وايي چې روسیه په سیمه کې د داعش حضور ته اندېښمنه ده خو روسي چارواکي د داعش پر وړاندې د افغانستان د حکومت مبارزه د ستاینې وړ بولي.