روسیه وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره به له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې د هغو وسلو او مهماتو یادونه کړې چې افغانستان ته یې په دې وروستیو کې سپارلي او زیاتوي چې دا هېواد به د تروریزم او نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چمتو دي چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د روسیې په پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو کې مسلکي پرسونل وروزي.