ایران: اصلاح غوښتونکو د مجلس خبره ګان اکثريت څوکۍ ترلاسه کړي

د ايران د انتخاباتو اخري نتايج ښيي چې ولسمشرحسن روحاني او د هغه اصلاح غوښتونکو پلويانو د ايران د مجلس خبره ګان اکثريت څوکۍ ترلاسه کړي.

مجلس خبره ګان اته اتيا کسيزه اسامبلۍ ده چې د ايران د راتلونکي مذهبي مشر د ټاکلو دنده پر غاړه لري.

روحاني او منځ دريځه پخواني ولسمشرانو اکبر هاشمي رفسنجاني دواړو په دغه مجلس کې څوکۍ ګټلي او له پنځوسو نورومتحدانو سره به نهه پنځوس فيصده چوکۍ تر لاسه کړي.

دغه مجلس ته نه اوسنی ريس ايت الله محمد يزدي او نه هم د ده پخوانی محافظه کاره سيال ايت الله تقي مصباح يزدي دغه مجلس ته ټاکل شوي.

خو یو شمېرمخکښ محافظه کاران دغه مجلس ته انتخاب شوي.

د ايران د قضا مشرايت الله صادق امُلی لاریجانی پراصلاح غوښتونکو تور پورې کړ چې له امريکايي او انګريزي رسنیو سره کارکوي چې مجلس خُبره ګان ته د محافظه کارانو د انتخابېدو مخه ونيسي.

د دغه هېواد په نورو ځاېوکې د پارلماني انتخاباتو نتايج د منځلارو، محافظه کارانو او خپلواکو کانديدانو ترمنځ ويشل شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر پنځوس پورې څوکۍ تراوسه څرګند ګټونکي نه لري او ښايي په اپرېل يا مې مياشت کې ورته دوهم پړاو انتخابات ترسره شي.