د افغانستان او پاکستان مدني استازو نن کابل کې۳ ناسته وکړه

د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو، سیاسي څېرو او خبریالانو درېیمه ناسته نن کابل کې جوړه شوه.

د دې ناستې ګډونوالو د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ او هیله یې وښوده چې طالبان به د مارچ په میاشت کې د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د حکومتونو استازیتوب نه کوي، خو د سولې په ټینګښت کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

د دې ناستې لومړی دور په ۲۰۱۵میلادي کال کې په کابل او دویم پړاو یې په همدې کال کې په اسلام اباد کې ترسره شوی و.