د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي له وسله والو طالبانو سره د روسیې او ایران پوځي مرسته د اندېښنې وړ بولي.
د دې جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید په دې هېواد کې د پردیو دنیابتي جګړو مخه ونیسي.
په دې وروستیو کې امریکايي استخباراتو خبر ورکړی چې په کندز ولایت کې جنګېدونکي طالبان د روسیې نوې وسلې لري.
دې سره سم تېره ورځ په بامیانو کې د طالبانو اړوند د ایراني وسلو یوه زېرمه کشف شوه.
د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او په دې اړه څېړنه کوي.