افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شهید سردار محمد داوود خان روغتون له مسؤلینو غوښتنه کړې چې په کابل کې د وړمې ورځې انتحاري حملې د ټپيانو ښه درملنه وکړي.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې ولسمشر غني تېره ورځ سردار محمد داود خان روغتون ته تللی و څو د دغې انتحاري حملې د ټپیانو وضعیت له نږدې وګوري.
د دفاع وزارت مخې ته د شنبې په ورځ ماسپښین مهال انتحاري حمله وشوه چې د ملي اردو د منسوبینو په ګډون یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان کړل.