پاکستان د سلمان تاثیر د وژلو په تور تورن کس اعدام کړ

Pakistan -- A woman waves Pakistan's national flag during a ceremony to mark the country's 69th Independence Day at the Wagah border near Lahore, August 14, 2015.

د پاکستان حکومت يو کس چې په ٢٠١١میلادي کال کې د يوه ګورنر يا والي په وژنې تورن و، اعدام کړى دى.

د پنجاب ګورنر يا والي د مقدساتو په شديد قانون کې د ځينو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

د والي په وژنې محکوم شوى کس ممتاز قادري نن په راولپنډۍ کې په دار وځړول شو.

قادري ته ګڼ سخت دريځي کسان د يوه اتل په سترګه ګوري چې د پنجاب د والي سلمان تاثير پخوانى باډيګارډ و.

ده سلمان تاثير په رڼا ورځ د اسلام اباد په يوه مارکيټ کې په ٢٨ مرميو وويشت او وواژه، قادري پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

هغه قاضي چې دغه محاکمه يې پرمخ بېوله د مرګ د ګواښونو له کبله مجبوره شو له پاکستانه ووځي.