عراقي چارواکي وايي، د پلازمېنې بغداد له ګڼه ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې غبرګو چاودنو لږترلږه ٥٩ کسان ووژل او نېږدې ۱۰۰ تنه نور یې ټپيان کړل.
د عراق پوليس وايي، يو بم پرون په شيعه مېشته سيمه مدينة الصدر کې وچاودېد.
تر دې پېښې څو دقيقې وروسته يوه ځانمرګي د هغو خلکو په منځ کې چاودنه وکړه چې د اولې پېښې په سيمه کې راغونډ شوي وو.
په دواړو پېښو کې ٥٩ کسان وژل شوي دي.
د اسلامي دولت ډلې يا داعش د دغو حملو مسووليت منلى دى.
تر دغو چاودنو څو ساعته مخکې د چارواکو په وينا د بغداد په لوېديځه سيمه ابوغُريب کې د داعش يوه حمله په شا وتمبول شوه.
پوليس وايي، دغه حمله پرون هغه وخت پيل شوه چې وسله والو په منفجره موادو ډک درې موټرونه د امنيتي قواوو له قرارګاوو سره ټکر کړل وروسته داعش سخت دريځو وسله واله حمله پيل کړه.
پوليس وايي په دې حمله کې ١٢ دولتي سرتېري او ملېشه وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان شوي دي.