د ایران د انتخاباتو نتایج ښيي چې د منځلاري ولسمشر حسن روحاني پلویانو په پارلمان کې د پلازمېنې تهران اړوندې ټولې۳۰ څوکۍ ګټلي دي.
د رایو شمېرل پرون د شپې تر ناوخته پورې روان وو او نتایجو یې همداراز وښوده چې د خبره ګان په نوم په ځواکمنه ۸۸ کسیزه شورا کې منځلارو کاندیدانو د سیالو تندلارو په وړاندې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.
په خبره ګان شورا کې چې راتلونکی ستر مذهبي مشر غوره کوي ۱۶ څوکۍ د تهران برخه ده.
پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني چې د ولسمشرحسن روحاني له متحدانو څخه دی په تهران کې تر نورو مخکې دی، روحاني په درېیم مقام کې دی او مذهبي مشر احمد جنتي ۱۵ مقام خپل کړی خو دوو مخکښو ملایانو- آیت الله محمد او آیت الله تقي مصباح یزدي خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي دي.
د راپورونو له مخې په یو شمېر سیمو کې رایې د منځلارو او تندلارو ترمنځ ویشل شوي او ځینو خپلواکو کاندیدانو هم څوکۍ ګټلې خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ایران په ځینو نورو سیمو کې تر ۵۰ پورې څوکۍ یو څرګند ګټونکی نه لري او د معلومولو لپاره یې دوهم ځل انتخاباتو ته چې په اپریل یا مې میاشت کې به ترسره شي اړتیا شته.