کونړ: په مرورې کې د توغندي لګېدو له امله یوه نجلۍ وژل شوې

د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو په کورنو د توغول شوو توغنديو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون۱۰ تنه ټپیان او یوه ۱۰ کلنه انجلۍ وژل شوې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سید مقصود پاچا ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته شوې ده.

په کونړ کې ورته پېښې تردې وړاندې هم شوي چې تر ډېره په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.