د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل وايي، وروسته له دې چې مقدونیې او سربیا پر افغان کډوالو خپل سرحدونه بند کړل، د هغو خلکو وضعیت چې د ایدومیني په نوم د مقدونیې او یونان ترمنځ په سرحدي سیمه کې ایسار شوي سخت کړکېچن شوی.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له کډوالو سره د مور میرې سلوک په ایدومیني کې د کډوالو وضعیت ستونزمن کړی دی. ایمنسټي انټرنېشنل وايي، د کډوالو د یوې ځانګړې ډلې مخنیوی او د هغو د سیاسي پناه د غوښتنې ردول له نړیوالو او د اروپایي ټولنې له قوانینو سره په ټکر کې دي او ښايي خپلو هېوادونو ته د کډوالو د غیرقانوني ستنولو باعث شي.
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د یونان د څانګې مشر ګیورګوس کاسموپولوس وايي، په داسې حال کې چې په یونان کې د کډوالو د نوم ثبتولو سیسټم نیمګړی دی، د کډوالو بشري حالت د هغوی ستونزو ته په پام سره د خرابیدو په حال کې دی.
نوموړي زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې غړي باید خپل مسوولیت وپېژني او له دې بحران سره د مقابلې لپاره سمدستي اقدام وکړي.