په لوګر کې د ماین پاکۍ موسسې ۳ موټر چلوونکي له تښتوونکو وژغورل شول

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د ماین پاکۍ د موسسې اووه کارکوونکي چې د یکشنبې په شپه د یاد ولایت د مرکز اړوند د ابچکانو له سیمې تښتول شوي وو، یو شمېر يې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو له لارې راخلاص شول.
د چارواکو په وینا د امنیتي منسوبینو له خوا د پېښې له سیمې نهه مشکوک وسله وال هم نیول شوي دي.
د ماین پاکۍ یاده موسسه د لوګر په مرکز پل علم همدارنګه خوښۍ او محمداغې په ولسوالۍ کې د ماینونو پر پاکولو بوخته ده.
د یکشنبې په ورځ د لوګر والي حلیم فدايي خبریالانو ته وویل چې تېره شپه د مرکز اړوند د ابچکانو له سیمې د ماین پاکۍ د موسسې اووه تنه موټر چلوونکي د اوو سوپر کېشټم موټرونو او د ماین پاکۍ د نورو وسایلو سره یو ځای د تښتوونکو له خوا وتښتول شول.
حلیم فدايي وړاندې وايي چې درې موټر چلوونکي او پنځه سوپر کېشټم موټرونه د بېلابېلو وسایلو سره د موټر تښتوونکو له منګلو ازاد شوي، خو لا هم څلور کسان او دوه موټر د تښتوونکو په لاس کې دي چې ډېر ژر به هغه هم د امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو په همکارۍ راخلاص شي.
ښاغلي فدايي زیاته کړه:

"د شنبې ورځې د شپې په نهه نیمو بجو د دغې کمپنۍ کسان چې کله هلته ځي د دوی موټر، د دوی وسایل دوی اختطاف کوي او متاسفانه تاسو ګورئ داسې یو بیرغ چې په هغه کلمه لیکلي وي هغه هم هلته وړي، بالاخره زموږ د ملي امنیت ځواکونه له دې مسالې خبرېږي، دوی يې د تښتونکو له منګلو راخلاصوي او تاسو چې ګورئ هغه مشکوک کسان نیسي او دا وسایل عملاً موږ شرکت ته سپارو، ځنې نور کسان هم شته چې دوی وړي دي او هغه به هم ډېر ژر د ولس او امنیتي ځواکونو په همکاري راخلاص شي."
ښاغلی فدایي وایي چې دماین پاکۍ موسسې هڅه کوي، تر څو د سیمو د پاکولو له لارې له یوې خوا د خلکو ژوند وژغوري او بل لوري ته له ماینونو څخه په پاکو سیمو کې د بیارغونې کارونو ته لاره پرانېږي.

ښاغلي فدايي زیاته کړه:
"دغه موسسه د محمداغې او خوښۍ په ولسوالۍ او مرکز کې فعالیت کوي، تر څو دغه ساحې له ماینونو نه پاکې کړي، د ماین پاکولو نه یو هدف دادی چې ولس د دې ماینونو قرباني نه شي او بل پلو که چېرې غواړو په یوه سیمه کې پرمختیايي کارونه وکړو، نو پېش شرط يې همدا دی چې هغه ساحې باید د ماینونو نه پاکې وي."

د لوګر والي د خلکو هم وغوښتل چې په یاد ولایت کې د امن په ټېنګولو، د بیارغونې د پروژو او د موسساتو د کارکوونکو د امنیت په خوندیتوب کې له حکومت سره خپله همکاري ډېره کړي، تر څو مرستندویه ټولنې او موسسې په دې ولایت کې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي.