د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو له منګلو د ماین پاکۍ د یوې موسسې درې موټر چلونکې ژغورلي دي.
چارواکو تایید کړې ده چې وړمه شپه د لوګر د مرکز په ابچکان سیمه کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې اووه کار کوونکي له وسایلو او موټرو سره د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
د لوګر والي محمدحلیم فدايي پرون خبریالانو ته وویل، د ماین پاکۍ د موسسې د اوو تنو کار کوونکو د تښتولو په تور د پېښې له سیمې څخه نهه مشکوک وسله وال هم نیول شوي دي.
ښاغلي فدايي زیاته کړه چې پاتې څلور موټر چلونکي به هم ډېر ژر د امنیتي ځواکونو له خوا او د ولس په مرسته راخلاص شي.
د چارواکو په وینا د ماین پاکۍ دا موسسه چې کارکوونکي یې تښتول شوي دي، د لوګر ولایت په خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د ماینونو په پاکولو بوخته ده.