د هلمند امنیه قوماندان وايي، د سنګین دیرش پولیس او د هغو سرپرست قوماندان يې د وسله والو سره د اړیکو په تور نیولی دی.
مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، یاد پولیس او د هغو سرپرست قوماندان محمد نبي دوه ورځې وړاندې د ملي اردو او پولیسو ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی او دم ګړۍ د ملي اردو د۲۱۵ میوند قول اردو په قرارګاه کې تر څیړنو لاندې دی.
د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم د افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.
امنیه قوماندان وویل، د نیول شوو پولیسو پرځای يې نور کسان استولي دي او د بازار په سیمه کې عملیات روان دي چې ورسره سنګین ته غزیدلې لار هم پرانستل شوې ده.