د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه به د ولسمشرتقنیني فرمان ژر صادر شي

د افغانستان اجراییه ریاست وايي چې تر راتلونکو دوه درې ورځو پورې به د انتخاباتي اصلاحاتو په ځانګړي ډول د غوراوي د کمېټې په اړه د ولسمشرتقنیني فرمان صادر شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه فرمان د کابینې له خوا هم تایید شوی دی.

ښاغلی فیصل وویل چې د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو تر ختمېدلو دمخه به دغه فرمان صادر شي.

د یادونې ده چې د انتخاباتي اصلاحاتو د غوراوي د کمېټې کار د ولسي جرګې له خوا د ولسمشرد پخواني تقنیني فرمان تر ردېدلو وروسته له قانوني نظره له خنډ سره مخ شو.