عراقي چارواکو د بغداد په لوېديځه برخه کې د داعش ډله په شا وتمبوله

عراقي چارواکي وايي، امنيتي قواوو د پلازمېنې بغداد په لوېديځه برخه ابوغُريب کې د داعش ډلې د سخت دريځو وسلوالو يوه حمله په شا وتمبوله.

پوليس وايي، د نن سهار وختي بريد هغه وخت پيل شو چې درېيو ځانمرګو بريدګرو په منفجره موادو خپل ډک وسايط په ابوغُريب کې د امنيتي قواوو له قرارګاوو سره ټکر کړل.

داعش وسلوالو تر چاودنو وروسته وسلواله حمله پيل کړه.

چارواکي وايي په پېښه کې لږ تر لږه اته دولتي پوځيان او ملېشه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.

يوه روغتيايي چارواکي هم د تلفاتو دغه ارقام تاييد کړي دي.

د بغداد په لوېديځ کې د عملياتو يوه قوماندان تورنجنرال سعد حربيه نن ناوخته وويل، وضعيت تر کنټرول لاندې دى او په سيمه کې د ورځې له خوا ګرځبنديز نافذ شوى دى.