د بامیانو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د ایراني وسلو یوه ډیپو کشف کړې ده.
د چارواکو به وینا چې دغه ډیپو د شیبر ولسوالۍ په دره شکاري سیمه کې د وسلو کشف شوې ده.
د بامیان د ملي امنیت ریس بریدجنرال حیات الله روستازاده نن رسنیو ته وویل چې له دغه ډیپو څخه د پرسونل ضد ۳۳ ماینونه، د وسایطو ضد اووه ماینونه د اربي جي ۲۵ فیره مرمۍ، درې فیره د مزایلو مرمۍ او د پیکا دو صندوقه مرمۍ تر لاسه شوي دي.
ښاغلي روستا زاده وویل چې دغه ډیپو د بامیانو ولایت د ملي امنیت د کشفي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې کشف شوې چې په شیبر کې د طالبانو په قومندان
مولوي صدیق الله پورې اړه لري .
د بامیانو د والي طاهر زهیر په وینا دغه مهات ایران ساخت پوځي مهمات دي.