د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلات ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې ۲۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ځانګړو ځواکونو د عملیاتونو د لومړۍ لیوا ویاند تورن احمد جاوید سلیم نن په بغلان کې رسنیو ته وویل چې دوی په سیمه کې د دښمن ځواکمنې مرچلې ړنګې کړي او څو کلي یې خپل کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یوبل خبر کې راغلي چې د کندز ولایت په دشت ارچي سیمه کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دولت ۶۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د کندز امنیه قومندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته ویلي په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو څو مهم قومندانان وژل شوي دي.