د روحاني ګوند تر محافظه کارو کانديدانو زياتې رايې ګټلې

د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي، د ده اصلاح غوښتونکو متحدانو تر محافظه کارو کانديدانو زياتې رايې ګټلې دي.

ښاغلي روحاني د پارلمان او خبرګانو شورا د وروستيو انتخاباتو د تازه نتيجو پر اساس دا خبره وکړه.

لومړني نتايج ښيي چې توندلارو د پارلمان د ٢٩٠ څوکيو اکثريت نه دي ګټلي او خبرګانو شورا کې هم دوى لږه بريا ترلاسه کړې ده.

دغه شورا د ايران د لوى مذهبي مشر د ټاکلو صلاحيت لري.

وروستۍ پايلي ښيي چې روحاني او د هغه متحد، پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني په تهران کې د خبرګانو شورا لپاره اکثريت رايې ګټلي دي. د ايران پلازمېنه تهران به په دې شورا کې ١٦ غړي ولري.

د هغو نتايجو له مخې چې د کورنيو چارو وزارت خپاره کړي، رفسنجاني اول او روحاني دويم راغلى. دغه انتخابات د دغه وزارت له خوا ترسره شول.

د لومړنيو نتايجو تر خپرېدو وروسته روحاني په يوه اعلاميه کې وويل، چې د ده حکومت به له هر هغه چا سره همکاري وکړي، چې د رايو په نتيجه کې ټاکل کېږي.

په ايران کې دغهانتخابات د جمعې په ورځ وشول.