د هلمند پوځي چارواکي وايي، د مرکز لښکرګاه- کجکي سړک د تصفيې لپاره د لارې په اوږدو کې ګڼ افغان پوځيان ځاى پرځاى شوي دي.
د ٥٠٥ بُست زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي ازادي راډيو ته وويل، دغه افغان ځواکونه به تفصيوي عمليات کوي او د دولت-ضد وسله والو مرکزونه به له منځه وړي:
"د لښکرګاه-کجکي لار به هم تصفيه کوي. شاوخوا کلي او بانډې به هم تالاشي کوي او دښمن يا هم د هغوى پټنځايونه به له منځه وړي. د دوى د ماينونو جوړولو مرکزونه به هم له منځه وړي، تر کجکي پورې به امن خوندي کوي."
په وروستيو کې د هلمند په شمالي ولسواليو کې جګړې زياتې شوي چې ولسي خلکو ته يې هم زيانونه اړولي دي.
وخت ناوخت دولت ضد وسله وال د لښکرګاه- کجکي لارې ته راوځي او ځيني کسان په دې شک چې له دولت سره کار کوي، له ځانونو سره بيايي.