فخري: اصلاحات او تغیرات د فساد په کموالي کې مرسته کوي

د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره د هېواد په عدليي او قضايي سیسټم کې د افرادو د استخدام په تخصص ټینګار کوي.

د دغه ادارې سرپرست غلام حسین فخري نن ازادي راډیوته وویل کله چې د هېواد په عدليي او قضايي سیسټم کې د لیاقت او استعداد په اساس اصلاحات رامنځ ته شي نو له هرکلي سره به مخ شي.

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"که چېرې په راتلونکو مقرریو کې لیاقت او وړتیا په نظر کې ونیول شي، دولتي اصلاحات او تغیرات د فساد په کموالي کې مرسته کوي، موږ یې هرکلی کوو."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې یو معتبرې حکومتي منبع چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، له یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې په نېږدې راتلونکي کې د هېواد په عدليی او قضايي سیسټم کې د پراخو او بنیادي اصلاحاتو او بدلونونو خبره کړې ده.