د کابل ښار د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې غږ اوریدل شوی

د کابل ښار د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

تر اوسه د چاودنې اصلي ځای او څرنګوالی نه دی معلوم شوی خو د ازادي راډيو خبریال سیمې ته روان شوی ترڅو کره معلومات را ټول کړي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې په تیرو څه باندې پنځه ویشتو ورځو کې کابل نسبتاً ارامه و او کومه چاودنه یا حمله په کې ونه شوه.

په کابل کې د دهمزنګ په سیمه کې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه انتحاري حمله شوې وه چې شل کسان یې ووژل او له دیرشو زیات یې ټپیان کړل.