ایران: د پارلماني انتخاباتو رای شمېرنه لا دوام لري

په ایران کې د وروستیو انتخاباتو د رایو شمېرنه لا هم دوام لري.

وروسته له هغه چې ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د اټمي پروګرام د بندولو موافقه وکړه، دا په ایران کې دپارلمان د غړو او د خبره ګانو شورا د مشرتابه د ټاکلو لومړني انتخابات دي.

په دغو انتخاباتو کې چې پرون وشوه ډېرو رای ورکوونکو ګډون کړی وو چې له همدي کبله یې موده شپږ ساعته تمدید شوه.

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ویلي تمه لري چې په دې انتخاباتو سره دښمنان ناهیلي کړي:

"موږ دښمنان لرو، زموږ دا انتخابات باید داسي وي چې زموږ دښمنان ناهیلي او ما امید شي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دولت د ایران د خلکو رایې یو لوی امانت ګڼي او د هغه د خوندیتوب لپاره تر خپله وسه هڅه کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت نن ویلي چې په دې انتخاباتو کې ۵۸ سلنې واجد شرایط رای ورکوونکو چې شمېر یې شاوخوا ۳۲ میلیونه ته رسېږي، ګډون کړی دی.