د کاسوو پارلمان هاشم تاچي ته د ولسمشر په توګه رایې ور کړې

د کاسوو پارلمان هاشم تاچي ته ددې هېواد د نوې ولسمشر په توګه رای ورکړې.

تاچي دا مهال د کاسوو د بهرنیو چارو وزیر دی.

د پارلمان په پرونۍ رایې ورکونه کې هاشم تاچي۷۱ رایې ترلاسه کړې.

د کاسوو د حکومت مخالفو استازو په رایې ورکولو کې ګډون نه وو کړی.

د کاسوو پارلمان ۱۲۰ څوکۍ لري .

هاشم تاچي په داسې حال کې د کاسوو ولسمشر ټاکل کېږ ي چې د مخالفو سیاسي ډلو د پلویانو او پولیسو تر منځ نښتې شوې دي.

هغوی د کاسوو په پایتخت پریشتینا کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته په خپلو کې په اخ و ډب وواښتل.

پولیسو د اپوزېسیون د ډلې د سلګونو ملاتړو د خورولو لپاره له اوښکې به ونکي ګاز او له اوبو شیندلو کار واخیست.

اعتراض کونکي د حکومت د استعفا او نویو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي .