د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي، ایران پر هغو ژمنو چې تېر کال یې د اټمي موافقې له مخې کړي عمل کوي.
وروسته له هغې چې د جنورۍ د۱۶ نېټې راهیسې ددې توافق عملي کېدل پیل شوي دا لومړی ځل دی چې د اټمي انرژۍ نړیواله ادارې په دې اړه پرون خپل راپور خپور کړ.
دا اداره وايي، د ایران د اټمي پروګرام په اړه د شویو ژمنو د څارنې او ددې ژمنو د اجرا کېدو له تایید وروسته یې ډاډ تر لاسه کړی دی.
ایران او د نړۍ شپږ پیاوړي هېوادونه د تېر کال د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه پر یوه اټمي توافق سلا شول.
ددې توافق له مخې ایران د خپل اټمي پروګرام محدودېدل او په بدل کې یې نړیوالې ټولنې پر دې هېواد د لګېدلو بندیزونو لرې کېدل منلې دي.