سویسي ګیاني اینفانټینو Gianni Infantin د فوټبال د نړیوال فدارسیون یا فیفا د ریس په توګه انتخاب شو .
نوموړی د انتخاباتو په دویم پړاو کې وتوانېده چې له خپل بحریني سیال شیخ سلمان څخه دا څوکۍ وګټي.
اینفانټینو په انتخاباتو کې له بریا وروسته وویل:
"ما ټولې نړۍ ته سفرونه کړي او دې سفر ته به دوام ورکړم، غواړم له تاسو ټولو سره ګډ کار وکړم، څو په فیفا کې یو نوی دور پیل کړو، داسې یو دور چې وتوانېږو فوټبال بېرته د صحنې منځ ته راوړو."
په انتخاباتو کې اینفانټینو ۱۱۵ او سیال یې شیخ سلمان ۸۸رایې ترلاسه کړې.
د اردن شاهزاده علي څلور رای او فرانسوي جیروم شمپین هېڅ رای تر لاسه نه کړې.
اینفانټینو ۴۵ کلن دی او تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې به د فوټبال د نړیوال فیدراسیون رییس وي.